CRI Online

شي جين پينګ د سوماليا له ولسمشر محمد عبداللهي فرماجو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 15:14:55
شي جين پينګ د سوماليا له ولسمشر محمد عبداللهي فرماجو سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د سوماليا له ولسمشر محمد عبداللهي فرماجو سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، د چين او سوماليا ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. چين سوماليا ته د بيارغونې په بهير کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو له امله مبارکي وايي او د تل په شان به د خپل هېواد د حاکميت، امنيت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو لپاره د سوماليا له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي. دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د وړانديز او د چين او افريقا د همکاريز فورم په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

محمد وويل، د سوماليا حکومت او وګړي د چين درناوی کوي او له چين څخه مننه کوي چې له اوږدې مودې راهيسې يې د سوماليا له حکومت او خلکو سره مرستې کړې. سوماليا غواړي د چين د پرمختګ تجربې زده کړي. سوماليا د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په همکارۍ کې به په فعاله توګه ګډون وکړي.

د دواړو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په شمول د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه ځيني سندونه لاسليک شول. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای