CRI Online

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر:افغانستان هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ تاريخي فرصت ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 15:29:55

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د اګست په ۳۰مه نېټه په ارموچي ښار کې وويل ،افغانستان هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې په پوره توګه خپل غوره والی او امتيازي غوره کړي او د پرمختګ په تاريخي فرصتونو سره د سياست،اقتصاد او سوداګرۍ،کولتور، د نظريو تبادلې او د ښارونو د پرمختګ په برخو کې له چين سره تګ راتګ او همکاري پياوړې کړي.

ښاغلي مسلميار په ارموچي کې د چين،اسيا او اروپا د شپږمې دورې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يعنې د چين،اسيا او اروپا د اقتصادي پرمختګ او همکارۍ په فورم کې پخپله وينا کې وويل چې افغانستان د چين،اسيا او اروپا د تېرو دورو نندارتونونو د برياليتوب شاهد دی.دغه نندارتون د افغانستان په ګډون د اسيايي او اروپايي هېوادونو لپاره د لوړې کچې هراړخيز او پراخ همکاريز ډګر برابر کړی.

مسلميار وويل چې چين يو سوله غواړی هېواد دی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يو مهم ځواک هم دی.په اقتصادي،ټولنيزو او کولتوري برخو کې د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا به د دواړو خواوو لپاره ګټوره وي.افغانستان به د چين د دوست ګاوندي هېواد په توګه په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو کې ګډون وکړي.

روان کال د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اعلانېدو له پنځمې کليزې سره برابر دی.دغه وړانديز له پلان او مفکورې څخه پر ګډې نظريې او عملياتو بدل شوی او يو لړ مهم برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.ياد نندارتون د چين او اسيايي او اروپايي هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يو مهم ميدان دی او د چين د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو او سيمو ترمنځ د همکارۍ لپاره مهم ډګر هم دی چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره يې ستر خوځنده ځواک برابر کړی دی.

مسلميار وويل چې افغانستان د لوړ کيفيت وچه مېوه، زعفران او د نړۍ په کچه غالۍ او لاسي صنايع توليدوي .بر سېره پر دې، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې جغرافيائی غوره والی لري او په دغه هېواد کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو په برخه کې د پانګې اچونې خورا لوی فرصتونه شتون لري. هيله لرم چې د نورو هېوادونو سوداګر په افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره پانګه اچونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای