CRI Online

لاوروف: بايد په سوريه کې ترهګر په بشپړه توګه له منځه يووړل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 16:18:42
لاوروف: بايد په سوريه کې ترهګر په بشپړه توګه له منځه يووړل شي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اګست په ۳۰مه نېټه وويل، ترهګرو د سوريې له ادلب ايالت څخه د سوريې پر پوځ او په حميميم کې د روسيې پر هوايي اډې حملې کوي چې دوی ته د منلو وړ نه ده. بايد د ادلب سيمې ترهګر پوره له منځه يووړل شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ لاوروف په همدې ورځ له خپل سوري سيال وليدالمعليم سره خبرې اترې وکړې. لاوروف تر خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د سوريې زياتره سيمې د ترهګرو له لاس څخه ازادې شوې دي، اوسنۍ ستونزه د پاتې ترهګرو له منځه وړل دي. د ادلب ايالت ترهګر لومړۍ موخه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای