د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۳۰مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د بلومبيرګ خبري اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې يو ځل بيا د سوداګرۍ پر نړيوال سازمان نيوکه وکړه او په ګواښ سره يې وويل چې امريکا ښايي له دغه نړيوال سازمان څخه ووځي.
ټرمپ له دې څخه مخکې څو ځلې پر نړيوال سازمان نيوکې کړې چې د ده په خبره د امريکا په وړاندې يې ناعادلانه تګلارې غوره کړې. د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روس د تېر جولاي په سر کې ويلي و، که څه هم د امريکا په اند د سوداګرۍ نړيوال سازمان بايد اصلاح شي، خو اوس له دې سازمان څخه د امريکا د وتلو په اړه خبرې ډېرې وختي دي او امريکا به د دې سازمان د اصلاحاتو د نتيجې انتظار وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |