CRI Online

ګوتريس: د چين او افريقا ترمنځ همکاري د افريقا او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خورا اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 16:22:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اګست په ۳۰مه نېټه د م م په مقر کې څرګنده کړه چې د چين او افريقا ترمنځ همکاري د افريقا حتی ټولې نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خورا اهميت لري.

ښاغلی ګوتريس به په بلنې سره د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. هغه په نيويارک کې له چيني خبريالانو سره په يوه ګډه مرکه کې وويل چې د چين او افريقا ترمنځ همکاري د افريقا يو ډېر مهم پرمختيايي تدبير او د م م د ۲۰۳۰ کال دوام لرونکي پرمختيا له اجنډا او موخې سره سمون لري. د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم بېجينګ سرمشريزه غونډه چې ژر به تر سره شي، ډېره مهمه ده. په دغه فورم کې به د افريقا او چين مشران د ګډې علاقې وړ همکاريزو مسئلو بحث وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای