CRI Online

شي جين پينګ د بوتسوانا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 16:29:46
شي جين پينګ د بوتسوانا له ولسمشر سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د بوتسوانا له ولسمشر موکګويتسی ماسيسي سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، اته کاله مخکې مې بوتسوانا ته سفر وکړ او له چين سره مې د دې هېواد د خلکو ژوره دوستي احساس کړې. موږ د بوتسوانا حکومت ستايو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. دواړه خواوې بايد متقابل باور پياوړې کړي او خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي.

ولسمشر ماسيسي وويل، بوتسوانا تر خپلواک کېدو وروسته تل له چين سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې. د دې هېواد خلک له اوږدې مودې راهيسې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې، طبي چارو او د خلکو ژوند په شمول ځينو برخو کې د چين له مرستو څخه ډېره مننه کوي. بوتسوانا د پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د چين تر لاسه شويو برياليتوبونو له امله مبارکي وايي او غواړي د چين تجربې زده کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای