د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د کامرون ولسمشر پاول بيا سره ليدنه وکړه.
نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، د سږکال په مې مياشت کې له چين څخه د د ولسمشر پاول بيا له بريالۍ ليدنې وروسته، دواړو خواوو په فعاله توګه تر لاسه شوې موافقې پر ځای کړي او په بېلابېلو ډګرونو کې يې د نظر تبادلو او همکاريو نوي برياليتوب ونه تر لاسه کړي دي.
پاول بيا وويل، د کامرون او چين ترمنځ دوستي ډېره ټينګه ده او غواړي په بېلابېلو ډګرونو کې له چين سره همکارۍ پياوړې وساتي. کامرون غواړي له چين سره د چين او افريقا هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي.
له يادې ليدنې وروسته دواړو مشرانو د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې حضور درلود.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |