CRI Online

شي جين پينګ د نيجر ولسمشر محمدو ايسوفو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 20:14:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د نيجر

ولسمشر محمدو ايسوفو سره ليدنه وکړه.

نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، چې چين غواړي له نيجر سره زياتې همکارۍ وکړي او د لوېديځو هېوادونو ترمنځ د متقابلو تبادلو له ټينګښت څخه ملاتړ کوي.

محمدو ايسوفو وويل، چې نيجر غواړي له چين سره په بيلابيلو ډګرونو کې همکارۍ ژورې کړي او په مهمو نړيوالو او افريقايي چارو کې ورسره تبادلې او همغږي نژدې کړي.

له يادې ليدنې وروسته دواړو مشرانو د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې حضور درلود.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای