CRI Online

د اورګاډیو درې پټلۍ د دې ښکارندیي کوي چې چین او افریقا د یو بل په غم او ښادۍ کې ګډون کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 20:39:27
د اورګاډیو درې پټلۍ د دې ښکارندیي کوي چې چین او افریقا د یو بل په غم او ښادۍ کې ګډون کوي

له یوې مودې راپدې خوا د بهرنیانو په فکر د بنسټیزو تاسیساتو ابادونکي د زیارکښو او زړه ورو چینایانو یو بل نوم دی حتی ځیني کسان چین ته د بنسټیزو تاسیساتو لیونی بولي. مګر څه دپاسه ۴۰ کاله دمخه کله چې چین په افریقا کې د تانزانیا او زامبیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړوله، هیڅ لوی ماشین یا پرمختللی تخنیک یې نه درلود خو د چین او افریقا ترمنځ د وروڼو دوستۍ په اتکا یی اړوند کارونه ترسره کول.

د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې په افریقا کې لومړنۍ هغه عصري برقي پټلۍ چې په چیني معیار او سامان الاتو سره جوړه شوې او د اتوپیا له مرکز ادیسه بابا څخه د جیبوتي تر مرکز جیبوتي ښار پورې ده، په کار ولویده.

د ۲۰۱۷ کال په مې کې د کینیا له مومباسا څخه تر نایروبي پورې د چیني تصدۍ له خوا جوړه شوې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې د افریقا د چټک اورګاډي پټلۍ په نوم هم بلل کیږي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسي د چین د دولت رئیس شي جین پینګ څلور ځله افریقا ته سفرونه کړي دي چې د چین د دولت رئیس په توګه له ټاکل کیدو وروسته خارج ته د ده د رسمي سفر لومړی تمځای افریقا و. چین په پرله پسي ۹ کالونو کې د افریقا لومړنی لوی تجارتي همکار دی او په افریقا کې یی ۱۱۰ ملیارډه ډالره پانګونه کړې ده. چین ته د افریقا د ۳۳ بی وزلو هیوادونو پر ۹۷ سلنه صادراتي تولیداتو هیڅ ګمرکي مالیات نه اخیستل کیږي او داسې نور. له دې نه څرګندیږي چې چین او افریقا د یو بل په غم او ښادۍ کې ګډون کوي. سږ کال د چین او افریقا د همکاریو فورم د بېجینګ سرمشریزه غونډه به چې ژر به ترسره شي، د چین او افریقا د اړیکو لپاره نوی تاریخي ارزښت ورکړي او نوی امید به هم پیدا کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای