د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اګست په ۳۱ مه نېټه په لوی ولسي تالار کې د مالي له ولسمشر ابراهیم بوبکر کیتا سره وکتل.
نوموړي سره په خبرو کې شي جین پینګ دې ته اشاره وکړه چې چین به په ټینګه سره د مالي له ملي حاکمیت، یووالي او د خاورو له بشپړتیا ، د مالي له سوله ییز بهیر او د تروریستۍ پر ضد د دې هېواد له هلو ځلو څخه ملاتړ وکړي.
ولسمشر کیتا وویل چې چین د مالي دودیز دوست هېواد دی. د دواړو هیوادونو خلکو د ازادۍ او استقلال د لټولو په بهیر کې یی متقابل ټینګ اعتماد جوړ کړی دی. هغه د چین او افریقا د همکاریو فورم د بېجینګ د سرمشریزې د بریالیتوب هیله وښوده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |