د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د بورکينافاسو له ولسمشر کريستيان کابوري سره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته د ښاغلي ولسمشر د راتګ هرکلی څرګند کړ. بورکينافاسو د لومړي ځل لپاره د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ په لويه کورنۍ کې ګډون کوي چې دا د چين او بورکينافاسو او د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره خورا اهميت لري. چين د ښاغلي ولسمشر ستاينه کوي چې له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې اعاده کړې.
ولسمشر کريستيان کابوري څرګنده کړه چې بورکينافاسو يو چين پېژني. د چين ولسي جمهوريت د ټول چين په استازيتوب يوازنی قانوني حکومت دی. بورکينافاسو د چين لوړه ستاينه کوي چې په نړيوالو چارو کې تل د څواړخيزې غوښتنې او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ ادعا کوي او له چين څخه مننه کوي چې د افريقايانو غوښتنو او پاملرنو ته په درنه سترګه ګوري او د افريقا له پرمختګ څخه ملاتړ کوي. موږ پخپله له چين سره د ديپلوماتيکو اړيکو د اعاده کېدو او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په لويه کورنۍ کې د بېرته راتګ پرېکړه کړې. دا د بورکينافاسو له راتلونکي پرمختګ سره سمون لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |