د م م سرمنشي انتونیو ګوتیریس د اګست په ۳۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې تاسف څرګند کړ چې امریکا پریکړه کړې ده چې د م م له لارې له فلسطیني پناه وړونکو سره د مرستندویه پروژو ریاست سره مرستې کول نه غواړي.
ګوتیریس په یاده اعلامیه کې وویل چې نوموړی ریاست د فلسطیني پناه وړونکو لپاره د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو او د سیمه ییز امنیت د ساتلو مهم ارګان دی چې په سختو مشکلاتو سره سره یې اړوندو پناه وړونکو لپاره د ښې روزنې او ښوونې او درملنې په ګډون بنسټیز خدمتونه ترسره کړي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |