CRI Online

شي جين پينګ د مالاوي له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-01 16:05:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په لوی ولسي تالار کې د مالاوي له ولسمشر پټر موتاريکا سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، د چين او مالاوي د سياسي اړيکو د ټينګښت له ۱۱ کلونو راهيسې، په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د دوو هېوادونو وګړو ته حقيقي ګټې رسولې دي چې په پوره توګه د چين او مالاوي د سياسي اړيکو د ټينګښت يوه سمه ستراتيژيکه پرېکړه ده.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای