CRI Online

شي جين پينګ د ليبريا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-01 16:19:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ليبريا له ولسمشر جيورج وېح سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې د چين او ليبريا ترمنځ دوستی د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري.چين د يو چين پېژندنې په اصولو کې د ولسمشر او د ليبريا د نوي حکومت ټينګ او څرګند دريځ ستاينه کوي او غواړي د ليبريا د بېلا بېلو کچو له چارواکو سره تګ راتګ وکړي،د بېوزلۍ د له منځه وړلو،کرهنې،د بنستيزو تاسيساتو د ابادۍ او طب په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او په پر له پسې توګه د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه متقابل باور او ملاتړ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای