CRI Online

شي جين پينګ د کينيا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-01 16:20:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د خلکو په لوی تالار کې د کينيا له ولسمشر الفا کندي سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې د چين حکومت او خلک به هېر نه کړي چې کينيا د صحرا په جنوب کې لومړی جنوبي افريقايي هېواد دی کوم چې له نوي چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.په دې وروستيو کلونو کې د چين او کينيا ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په چټک ډول پرمختګ کړی.چين د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له کينيا سره په نوې زمانه کې په ګډه د يو کمربند او يوې لارې ابادي وکړي چې د دواړو هېوادونو لپاره لازياتې همکاريزې نتيجې به ورسوي او د چين او کينيا او د چين او افريقا ترمنځ دوستي به د خلکو په زړونو کې ډېره ژوره شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای