CRI Online

شي جين پينګ دګانا له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-01 20:06:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ګانا له ولسمشر اکوفو اډو سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې د چين او ګانا د سياسي اړيکو له ټينګښت راهيسې، د دواړو هېوادونو تر منځ دوديزې دوستۍ اوږده موده لري او د چين او ګانا همکارۍ سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. چين تل د ګانا يو باور وړ ملګری او د ګډ پرمختګ لپاره د يو ښه دوست په توګه پېژني.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او ګانا تر منځ اړيکې د چين او افريقا تر منځ د اړيکو پرمختګ په تاريخ کې د لارښوونې رول لوبولی و، دواړه خواوې بايد د چين او ګانا دوديزې دوستۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته نوی خوځنده ځواک ورسوي. دواړه هېوادونه بايد د لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ تګ راتګ نژدې کړي او يو له بل سره متقابل باور وساتي او يو د بل ملاتړ وکړي.

اکوفو اډو وويل، ګانا پخوا په م م کې د چين د قانوني څوکۍ اعادې څخه ملاتړ کړی او تل د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. ګانا غواړي په نويو حالاتو کې د دواړو هېوادونو نر منځ اړيکې پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې په ګډې جوړونې کې ګډون کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ همکاريو ته نوی خوځنده ځواک ورکړي.

د دواړو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د اړوندې دوه اړخيزې همکارۍ په اړه ځيني سندونه لاسليک شول.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای