د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د خلکو په لوی تالار کې د موزامبيک له ولسمشر فيليپ نيوسي سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې چين د خپل هېواد له حالاتو سره سم دموزامبيک د پرمختګ د لار ټينګ ملاتړ کوي او غواړي له موزامبيک سره د هېواد د ادارې او د پرمختګ پر تجربو د نظريو تبادله وکړي.چين د موزامبيک د ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي ملاتړ کوي او هرکلی کوي چې موزامبيک په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په همکاري کې ګډون وکړي. چين غواړي له موزامبيک سره مرسته وکړي چې د صنعتي کېدو او د کرهنيزو چارو د عصري کېدو بهير چټک کړي څو چې توليدي خوځنده ځواک پياوړی شي او خپل دواملرونکي پرمختګ پوره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |