د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د لومړۍ نېټې تر غرمې وروسته په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د ګانا،بوتسوانا او بورکينافاسو له ولسمشرانو سره وکتل.
د ګانا له ولسمشر اکوفو ادو سره د کتنې په وخت کې لي که چيانګ وويل چې چين غواړي له ګانا سره يو ځای دوه اړخيزه همکاري او هراړخيز چټک پرمختګ پياوړی کړي او د انرژۍ په برخه کې خپلمنځي همکاري ژورې کړي.
د بوتسوانا له ولسمشر موغويتسي ماسيسي سره د کتنې په وخت کې لي که چيانګ وويل چې چين غواړي له بوتسوانا سره په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي.
د بورکينافاسو له ولسمشر کريستيان کابوري سره د کتنې په وخت کې لي که چيانګ وويل چې چين غواړي د متقابل مراعاتو او مساواتو له اصولو سره سم له بورکينافاسو سره په نړيوالو او افريقايي چارو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |