د چین د دولت رئیس شي جین پینګ نن په بېجینګ کې د کومورو له ولسمشر ازالي اسومني سره وکتل. شي جین پینګ وویل چې چین لومړنی هېواد دې چې له کومورو سره یې سیاسي اړیکې ټینګې کړې دی. تر اوسه پورې د چین او کومورو اړیکې په بریالۍ توګه روانې دي چې د لوی هېواد او وړوکی هیواد ترمنځ د مساوي او متحدو اړیکو یوه نمونه بلل کیږي. چین غواړي له کومورو سره یو ځای د چین او افریقا د همکاریو فورم او د چین او عرب د همکاریو فورم په چوکاټونو کې په بېلابیلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم لوړې سویې ته اوچتې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |