CRI Online

د چین او مصر په دې موافقه وکړه چې په نوې زمانه کې لاس په لاس د خپلمنځي راړخیزو ستراتیژیکو دوستانه اړیکو ته لازیات پرمختګ ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 15:59:41

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په بېجینګ کې د مصر له ولسمشر عبدال فتاح السیسی سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې په نوې زمانه کې لاس په لاس د خپلمنځی هراړخیزو ستراتیژیکو دوستانه اړیکو ته لازیات پرمختګ ورکړي. شي جین پینګ په یادو خبرو اترو کې وویل: " ستاسو په مشرۍ د عرب، افریقا، اسلام، پرمختیایي هیوادونو او د نویو اقتصادي ګروپونو د یو استازي په حیث مصر د هیواد په دننه کې یووالی او ټولنیز ثبات لري او اقتصادي پرمختګ یې ښه تمایل ساتل شوی دی. په سیمه ییزو او نړیوالو چارو کې د مصر اغیزې مخ پر زیاتیدو دي. زه د تاسو په شان د چین او مصر ترمنځ اړیکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم له تاسو سره په نوې زمانه کې لاس په لاس د خپلمنځی هراړخیزو ستراتیژیکو دوستانه اړیکو د نور هم پرمختګ لپاره ګډ کوششونه وکړم." ولسمشر سیسی وویل چې مصر په بیلابیلو برخو کې له چین سره همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای