د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۲ مه نېټه په لوی ولسي تالار کې د نامیبیا له ولسمشر هاکي ګینګوب سره ملاقات وکړ. شي جین پینګ په دې ملاقات کې وویل چې د روان کال په مارچ میاشت کې تاسې د نامیبیا ولسمشر چین ته سفرکړی و او موږ په ګډه دا اعلان کړی چې د چین او نامیبیا ترمنځ اړیکې د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو د دوستانه اړیکو ته اوچتې شي او د خپلمنځیو همکاریو لپاره مو بشپړ ترتیبات کړي دي. زه خوشحاله شوم چې زموږ ترمنځ شوې موافقې په منظمه توګه روانې دي. چین غواړي د نامیبیا سره د لوړې طبقې تماس وساتي او د یو بل کلیدي او مهمو مسئلو په باره کې متقابل پوهاوی او ترې ملاتړ وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |