د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر په ۲ مه نېټه په لوی ولسي تالار کې د موریشس له صدراعظم پراویند جوګنوتس سره وکتل. شي جین پینګ وویل چې یوه میاشت مخکې مې موریشس ته سفر کړی و او دا احساس مې درلود د چین او موریشس دوستي ټینګ بنسټ او ځلانده اینده لري. دواړه خواوې باید د لوړې طبقې تګ راتګ په لارښوونې او د تبادلو په زیاتوالي سره د یو بل کلیدي او مهمو مسئلو په باره کې متقابل پوهاوی او ترې ملاتړ وکړي ترڅو چې متقابل سیاسي باور پیاوړې او د ګډو ګټو همکارۍ ترسره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |