CRI Online

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير:هيله لرم چې له چين سره د څو اړخيزم په بيا ابادونه کې ملګري اوسو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 16:38:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين ايفس لي دريان د اګست په ۳۱مه نېټه وويل ، فرانسه هيله لري چې له چين سره يو ځای د څو اړخيزم په بيا ابادونه برخمن اوسو.

لي دريان په همدې ورځ د فرانسې په پويتير ښار کې د چين او اسيا په نوم په فورم کې وويل چې اوس نړۍ په نامعلوم او خطرناک چاپيريال کې ده. د امريکا عملونه له دوهمې نړيوالې جګړې نه وروسته اباد شوی نړيوال سيسټم ويجاړوي او څواړخيزم له بحران سره مخامخ دی.خو يو اړخيزه کيدنه يوازې د ناکامۍ لامل ګرځي.دغه راز بېلا بېلې خواوې بايد له ننګونو سره مقابله وکړي او څواړخيزم بيا اباد کړي،دا نه يوازې له سوداګرۍ ،بلکې له سولې او امنيت سره تړاو لري.هغه زياته کړه چې د فرانسې په اند چين د نړيوالې ټولنې يو غړی دی چې غواړي د څو اړخيزم د بيارغونې لپاره يوځای کار وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای