CRI Online

شي جين پينګ د سوډان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 16:39:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د سوډان له ولسمشر عمر البشير سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې ښاغلی ولسمشر د چين لپاره ژور دوستانه احساسات لري او د چين او سوډان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.زه د ده د خدمتونو ډېره ستاينه کوم.سوډان په افريقايي او عربي سيمو کې ستره اغېزه لري.چين د هېواد ملي حاکميت ،امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د سوډان د ټولو کوښښونو ملاتړ کوي او د سوډان په کورنيو چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي.

البشير وويل چې سوډان د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د چين او افريقا ترمنځ د برخليک د لانژدې ګډې ټولنې د ابادۍ د غوښتنې ملاتړ کوي.زه له چين څخه مننه کوم چې د افريقا د سولې او پرمختګ ملاتړ کوي او غواړي د سوډان او چين ترمنځ دوه اړخيزه واقعي همکاري او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای