CRI Online

شي جين پينګ د سنيګال له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 16:41:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په لوی ولسي تالار کې د سنيګال له ولسمشر ماکي سال سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې سږ کال په جولای کې مې له سنيګال څخه بريالۍ رسمي ليدنه وکړه. له ولسمشر ماکي سال سره مې د چين او لوېديځې افريقا تر منځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې لومړي سند د لاسليک کولو کې برخه واخيسته او موږ له دې سره موافقه کوو چې د د بنسټيزو تأسيساتو او د صنعتي پارک د جوړولو په برخو کې لا نورې همکارۍ هم پياوړې کړو. د ولسمشر ماکې سال او زما تر منځ ګډې موافقې اوس په پوره توګه پلی کېږي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای