د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په لوی ولسي تالار کې د موريتانيا له ولسمشر محمد اولد عبدالعزيز ازيز سره وکتل.
شي جين پينګ وويل، چې د چين او موريتانيا تر منځ اړيکې د چين او افريقايي هېوادونو او پرمختلليو هېوادونو تر منځ د اړيکو يوه غوره نمونه ده.چين همېشه د موريتانيا د يو ټينګ دوست په توګه پېژني، چين د ملي مسئلو په اړه د موريتانيا له ټينګ ملاتړ څخه مننه کوي او چين به په مداومه توګه د ثبات د ساتلو او د پرمختګ موندلو په اړه د موريتانيا له کوښښونه ملاتړ کوي.
عزيز وويل چې موريتانيا چين ته په درنه سترګه ګوري د چين پر څواړخيزو غوښتنو ټينګار وکړي او د نړۍ د سولې او امنيت په اړه خپلو کوښښونو او هڅو ته دوام ور کړي. موريتانيا تل د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي.
د دواړو مشرانو تر کتنو وروسته د اړوندې دوه اړخيزې همکارۍ او دوستۍ په اړه ځيني سندونه هم لاسليک شول.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |