CRI Online

شي جین پینګ د م م له سرمنشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 20:42:15
شي جین پینګ د م م له سرمنشي سره وکتل

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۲ مه نېټه په لوی ولسي تالار کې د م م له سرمنشي انتونیو ګوتیریس سره وکتل. شي جین پینګ وویل چې ملګري ملتونه د څواړخیزم یو بیرغ بلل کېږي. اوس یواړخیزم او د حمایت غوښتنه مخ پر سختیدو ده چې پر نړیوال نظام او د ادارې سیستم اغېزه هم کوي. د پخوا په پرتله نړۍ څواړخیزم او غښتليو ملګرو ملتونو ته اړتیا لري. څواړخیزم دا معنی لري چې په مشورې، موافقه شويو قاعدو او د بیلابیلو هیوادونو د ګټو او پاملرنو په نظر کې نیولو سره نړیوالې چارې اجرا کیږي. شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې چین له افریقایي هېوادونو سره اوږده دوستي لري او ګډ برخلیک شریکوي. د چین او افریقا ترمنځ همکارۍ د پرمختیایي هیوادونو په منځ کې د زړونو همکارۍ دي. موږ یې په وړاندې هیڅ سیاسي شرط نه لرو او هیڅ ځانګړی واک یا ګټې نه لټوو. ګوتیریس وویل چې ډیر خوشحاله دی چې د چین او افریقا د همکاريو فورم د بېجینګ په سرمشریزه کې ګډون کوي. افریقایي چارې د م م د کارونو یوه ډیره مهمه برخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای