CRI Online

شي جين پينګ د انګولا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-02 20:51:57

د سنهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په لوی ولسي تالار کې د انګولا له ولسمشر جواو مانوېل ګوکالوی لورنکو سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، چې د چين او انګولا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدلو له ۸ کلونو راهيسې، دواړه خواوې پر متقابل درناوي او همکارۍ باندې ټينګار کړی چې يوه ځانګړې ګډه د پرمختګ لاره جوړ کړي.

لورنکو وويل چې د انګولا او چين تر منځ اړيکې ټينګې او دوستانه دي. انګولا د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چين سره د سياسي باور او دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.

د دواړو مشرانو تر کتنو وروسته د دوه اړخيزې همکارۍ او دوستۍ په اړه ځيني سندونه هم لاسليک شول.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای