د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د اتوپيا له صدراعظم عبي احمد سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې اتوپيا په افريقا کې د چين مهم همکار دی،د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې شوې دي.چين د خپل هېواد له واقعيتونو سره سم د اتوپيا د پرمختګ د لارې ملاتړ کوي او غواړي له اتوپيا سره لوړپوړی تګ راتګ وساتي،په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي ، د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه متقابل ملاتړ وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي پياوړې کړي څو چې د دواړو هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |