د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د جيبوتي له ولسمشر اسماعيل عمر ګويلح سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې چين د جيبوتي ملاتړ کوي چې د خپل هېواد له واقعيتونو سره سم د پرمختګ لار غوره کړي او غواړي له جيبوتي سره په بېلا بېلو ساحو کې د حکومتونو،د قوانينو د جوړولو ارګانونو او ګوندونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي.باور لرم چې دغه ځل د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو سندونو د لاسليکېدو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر شي.چين غواړي له جيبوتي سره د اقليمي بدلون په ګډون په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي تبادلې او همغږي پياوړې کړي څو چې په لا ښه توګه د دواړو هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |