د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۱۸مې دورې اسيايي لوبې د سپتمبر د ۲مې نېټې په ماښام د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې پای ته ورسېدې. د چين سپورټي پلاوي ۱۳۲ طلايي، ۹۲ نقره يي او ۶۵ برونزي مډالونه پکې لاسته راوړل چې د مسلسلو ۱۰ دورو اسيايي لوبو په مډال ګټونکي لېست کې يې لومړی ځای نيولی دی. جاپان، د کوريا جمهوريت او کوربه هېواد اندونيزيا په جلا جلا توګه له دوهم نه تر څلورم ځای نيولی دی.
په همدې ماښام د مبارکۍ او مننې په عنوان د ۱۸مې دورې اسيايي لوبو د پای مراسم تر سره شول چې نه يوازې ترې د اسيايي لوبو د بريالي تر سره کېدو له امله د اندونيزيايانو خوښي،بلکې د ټولو اسيايي لوبغاړو سپورټي روحيې څرګندې شوې دي. د ۲۰۲۲ کال د اسيايي لوبو کوربه ښار د چين هانګ جو ښار په دغو مراسمو کې د اسيايي لوبو بيرغ تر لاسه کړ او د هانګجو د ۸ دقيقو په نامه هنري ننداره يې وړاندې کړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |