CRI Online

شي جين پينګ به د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا به وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 10:46:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې پرانيستونکي مراسم به د سپتمبر د ۳مې نېټې تر غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دغو مراسمو کې ګډون او يوه وينا به وکړي.

په هغه وخت کې به د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون تر چوکاټ لاندې مرکزي ټلويزيون، مرکزي ولسي راډيو او د چين نړيواله راډيو ژوندې خپرونې وکړي او مهمې مشهورې مطبوعاتي ويبپاڼې به پر وخت راپورونه ترتيب او خپاره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای