CRI Online

د افريقا خبري رسنۍ د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 15:31:16

په بېجينګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه د سپتمبر په درېيمه نېټه پيل شوه .د افريقا خبري رسنۍ په دوامداره توګه دغې غونډې ته پاملرنه کوي

د سپتمبر په لومړۍ نيټه د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په ياده غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته ورسيد او له چين څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه .د دې هېواد ځينو ډېرو خبري رسنيو او ويبپاڼو دې ليدنې ته پاملرنه کړې او د دغې ليدنې مثبته ارزونه يې هم کړې ده.

د مصر ال احرام ورځپاڼې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه په خپله لومړۍ پاڼه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او مصر به په راتلونکي پړاو کې د انرژۍ، تخنيکونو او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د تر لاسه کېدونکو لاسته راوړنو په کارولو سره د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز چوکاټ لپاره په ګډه کار وکړي او د سويس کانال به د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د يوې کليدي لار په توګه د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د چټکتيا لپاره خپل رول ولوبوي.دغه راز د مصر د يوم ۷ په نوم مجلې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې يعنې د ګډو برياليتوبونو او همکارۍ له لارې د راتلونکي شريکولو په عنوان يوه مقاله خپره کړه او د ياد فورم په هکله يې خپله خوشبيني وښودله . په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په هکله د چين او مصر ترمنځ ګډې نظريې به د چين او افريقا ترمنځ د سيمه ييزې ستراتيژيکې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټورې وي.

د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له درېيمې نيټې څخه تر څلورمې نيټې پورې تر سره شي.د چين او د افريقايي هېوادونو مشران په دې غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلي او د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ د همکارۍ له لارې د چين او افريقا ترمنځ د لانژدې برخليک د ټولنې د جوړېدو تر عنوان لاندې د دوستۍ، همکارۍ او راتلونکې په باب به بحث وکړي.د کنيا، ايتوپيا او يوګاندا په شمول د ختيځې افريقايي هېوادونو خبري رسنيو هم دغې غونډې ته پاملرنه کړې ده. د دوی په اند دغه غونډه چې ژر به تر سره شي، د افريقا او چين ته يو بې ساري فرصت برابر کړی چې افريقايي هېوادونه به ترې ګټې واخلي.

د کنيا د نېشن ورځپاڼې په خپله مقاله کې داسې ليکلي چې د حکومتي بنسټيزو تاسيساتو پر پروژو او توليداتو سربېره د چين ډېرې نورې برخې د افريقا لپاره د زده کړې وړ دي په تېره بيا د توليداتو جوړولو چارې، کرنه، د ښاري پلانونو جوړونه، د چاپيريال ساتنه ، بې وزلي، ترانسپورټي اداره او سيستم . افريقا په يادو برخو کې له چين څخه د تجربو زده کړې وکړي.

دکنيا د سټنډيرډ ورځپاڼې د ولسمشر اوهورو کنياټا او رئيس شي جين پينګ ترمنځ کتنې ته پاملرنه کړې ده او په دې اند ده چې دوی به په دوه اړخيزې سوداګرۍ ، بنسټيزو تاسيساتو، پانګونو، ښوونې ، علومو او تخنيکونو په برخو کې سره خبرې اترې وکړي . په مقاله کې هم ليکل شوي چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه به د چين او افريقا د اقتصادي ډلې د اقتصادي همکارۍ د پرمخبيولو سبب شي.

د ايتوپيا خبري اژانس په خپله مقاله کې وويل چې ياده غونډه به د م م او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ تر همکاريز چوکاټ لاندې د اتوپيا او چين ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا لپاره ګټوره وي او له دغو اړيکو څخه ښکاريږي چې د ايتوپيا او چين ترمنځ په همکارۍ کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.دغه راز په دې مقاله کې دا معلومات هم وړاندې شوي چې په ايتوپيا کې د چين له خوا تر سره شويو پروژو د ايتوپيايايانو د استخدام لپاره ګڼ شمېر فرصتونه برابر کړي دي.

د يادو هېوادونو د خبري رسنيو سربېره د يوګاندا او جنوبي افريقا په شمول د ډېرو افريقايي هېوادونو خبري رسنيو هم دغې غونډې ته پاملرنه کړې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای