د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه د دولتي غونډې په مرکز کې د چين او افريقا مشرانو او صنعتي او سوداګريزو استازيو ترمنځ د ديالوګ او د چين او افريقا د تصديو خاوندانو د ۶مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې تر دې سرليک لاندې يوه وينا وکړه چې په ګډه سره دې د شتمنۍ لارې په لور ګامونه پورته کړو! هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د افريقايي هېوادونو له ګډون څخه ملاتړ کوي او غواړي له افريقا سره په هراړخيزې همکارۍ سره د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلو ملي واقعيتونو سره سم يوه لوړ کيفيت لرونکې پرمختيايي لار هواره کړي څو چې زموږ خلک نيکمرغه ژوند ولري.
شي جين پينګ دغه خبره تکرار کړه چې د افريقا د لويې وچې نفوس د نړۍ د عمومي نفوس يو په شپږمه برخه نيسي. د افريقايانو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو خلکو لخوا د ګډې شتمنې تر سره کېدل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مهم محتويات دي. هغه دې ته اشاره وکړه چې افريقا د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره تاريخي او طبيعي غځېدلې برخه او مهم ګډون کوونکی دی.
د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې د افريقا د ۳۵ برخه والو مشرانو، د چين او افريقا د مشهورو تصديو خاوندانو او اړوندو نړيوالو سازمانونو او ارګانونو استازيو په شمول کابو زر تنو په يادو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |