CRI Online

د جاپاني تېري پر ضد د چيني خلکو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې برياليتوب د ۷۳مې کليزې د يادونې ناسته په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 15:21:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپاني تېري پر ضد د چيني خلکو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ۷۳مې کليزې د يادونې ناسته د سپتمبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د تبليغاتي چارو څانګې مشر ښاغلي هوانګ کون مينګ په دغه ناسته کې حاضر و.

په دغه ناسته کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د واحدې جبهې کاري څانګې، د يادې کمېټې د ګوندي تاريخ او سندونو څېړنيز انستيټوټ، د مرکزي پوځي کمېټې د سياسي کار څانګې همکارانو، د جاپاني تېري پر ضد د چيني جګړې د وخت زړو عسکرو، ځوانو زده کوونکو په وار سره ويناوې وکړې. دوی څرګنده کړه چې موږ بايد د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو په لارښوونې او له جاپاني تېری کوونکو سره د مبارزې روحيې په خپرولو سره دوو سل کلنو موخو ته ورسوو، د چيني ملت د عظيمي احيا په اړه هيله دې پوره کړو او د انسانانو لخوا د سولې او پرمختګ کارونو د پرمخبيولو لپاره دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای