د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سپتمبر په ۲مه نېټه د امريکا د دفاع وزارت يوې تازه پرېکړې ته پام څرګند کړ چې له مخې به يې امريکا د ۳۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت له پاکستان سره يوه مرستندويه پروژه لغوه کړي. هغه وويل چې د امريکا له خارجه وزير مايک پومپيو سره به په دې اړه سلامشوره وکړي.
ښاغلي قريشي په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وويل چې له ترهګرۍ سره مبارزه د پاکستان او امريکا ګډه دنده ده. د پاکستان خلکو او امنيتي ځواکونو د دې لپاره سترې قرپابۍ ورکړې دي. ياده پروژه له پاکستان سره د امريکا مرستندويه پروژه نه ده، بلکې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د زيانونو جبران دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |