CRI Online

د عراق د پارلمان په نوې دوره کې د ګوندونو تر ټولو لويه ډله جوړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 16:17:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخېو د شعيه مشر مقتدا صدر په مشرۍ د پلې کېدونکو ائتلاف او د عراق د صدر اعظم حيدر العبادي په مشرۍ د برياليتوب ائتلاف په شمول د ځينو سياسي ډلو مشرانو د سپتمبر د ۲مې نېټې په ماښام په بغداد کې يو سند لاسليک کړ او اعلان يې وکړ چې د اصلاحاتو او ابادۍ ائتلاف جوړ کړي. له دې څخه څرګندېږي چې د عراق په نوی پارلمان کې د ګوندونو تر ټولو لويه ډله جوړه کړې ده او دغه ډله د صدر اعظم د ټاکلو او د کابينې د جوړولو واکونه لري.

په پام کې ده د عراق د نوې دوره پارلمان به پر ځايي وخت د سپتمبر په ۳مه نېټه خپله لومړۍ غونډه تر سره کړي او يو مشر او دوه مرستيالان به وټاکي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای