CRI Online

لي که چيانګ د اتوپيا له صدر اعظم ابي احمد سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 16:18:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۳مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د اتوپيا له صدر اعظم ابي احمد سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ څرګنده کړه چې اتوپيا د افريقا يو ډېر مهم هېواد دی او په افريقا کې د چين يو مهم همکار دی. د چين او اتوپيا ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ اړيکې ژور پرمختګ کوي. دواړه خواوې يو پر بل قوي سياسي باور لري او د يو بل د مرکزي ګټو او سترو پاملرنو په اړوندو مسئلو کې يو له بل څخه ملاتړ کوي او د دې پلوی کوي چې د خپلو ملي واقعيتونو سره سم پرمختيايي لار غوره کړي. موږ له اتوپيا سره د خپلو دوستانه او همکاريزو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورو او غواړو له اتوپيا سره په ګډو هڅو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ په پر له پسې توګه پرمخبوزو.

ابي څرګنده کړه چې چين تل د اتوپيا ټينګ همکار دی. د چين تر ملاتړ لاندې اتوپيا او د افريقا لويه وچه د پر له پسې پرمختګ په حال کې ده. چيني تصدۍ د اتوپيا په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې ورځ په ورځ مهم رول لوبوي. اتوپيا غواړي له چين سره د انساني سرچينې، انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو په شمول برخو کې همکاري پياوړې کړي. د پانګونې چاپېريال په بشپړولو سره د چيني تصديو هرکلی کوو چې په اتوپيا کې پانګونې او سوداګري وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای