د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه د سپتمبر د ۳مې نېټې له غرمې وروسته د بېچينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پکې وينا وکړه. په دې غونډه کې د ۵۳ افريقايي هېوادونو مشرانو يا استازو، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس، د افريقايي ليګ د ګميتې مشر موسا فاکي او د ۲۷ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو کتوونکو ګډون کړی. سرمشريزه غونډه به تر دې عنوان لاندې چې (( همکاري او ګډ برياليتوب، د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې)) ، د راتلونکو درېيو کلونو او نژدې لوتکلونکې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ مهمې برخې او لوري وټاکي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |