CRI Online

د چين او افريقا په همکاريز فورم کې درې نوي غړي زيات شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 17:12:43
د چين او افريقا په همکاريز فورم کې درې نوي غړي زيات شوي

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه د دې هر کلی وکړ چې د ګامبيا، ساتومه او پرنسيپ او بورکينافاسو درېيو هېوادونو پلاويو د چين او افريقا د همکاريز فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې ګډون لري. د دې همکاريز فورم د نويو غړو په توګه، دغو درېيو افريقا هېوادونو په جلا جلا توګه د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت، د ۲۰۱۶ کال په دسمبر مياشت، د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې اعاده کړې. دغه راز چين له ۵۳ افريقايي هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې لري او له ۲۴ افريقايي هېوادونو سره هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای