CRI Online

چين ټينګ باور لري چې سوله او پرمختګ د زمانې عنوان او دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 17:18:41
چين ټينګ باور لري چې سوله او پرمختګ د زمانې عنوان او دنده ده

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل، چين ټينګ باور لري چې سوله او پرمختګ د زمانې عنوان دی او د زمانې دنده هم ده. چين د دې دندې په وړاندې انسانانو ته نوي او لا ستر خدمتونونه تر سره کول خپل ماموريت بولي او غواړي له نړيوالو همکارانو سره يو کمربند او يوه لاره په ګډه جوړه کړي، په فعاله توګه په نړيواله اداره کې ګډون وکړي او د ګډې مشورې، ګډې جوړونې او شريکونې پر نظريو ټينګار وکړي.

شي جين پينګ وويل، چين په کلکه توګه پر ورخلاصون ټينګار کوي او د خلاص نړيوال اقتصاد او څواړخيز سوداګريز ميکانيزم ساتي. چين د سوداګرۍ له ساتنې غوښتنې او يواړخيزم سره مخالفت کوي، ځکه د ځان کلابندي به ښه راتلونکې و نه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای