CRI Online

شي جين پينګ: چين هيله لري چې له افريقا سره د ګډ برخليک ټولنه ټينګه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 17:42:26

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نن ورځ د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې وويل، چين هيله لري چې له افريقا سره د ګډ مسئوليت، همکارۍ او ګډو ګټو، د نيکمرغۍ شريکولو، د کلتور د ګډې سمسورتيا، امنيت او همغږۍ ګډ ژوند په بڼه د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. چين او افريقا بايد په بېلا بېلو کچو سياسي ډيالوګ او د تګلارو په اړه مشورې پياوړې کړي، د همکارۍ برخې دې پراخې کړي، په نويو اقتصادي برخو کې دې همکاريز فرصتونه ومومي، چينايانو او افريقايانو ته دې رښتينې ګټې ورسوي، د کلتور، ښونې او سپورټ په برخو کې دې خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي، له دې څخه دې ټينګ ملاتړ وکړي چې افريقايي هېوادونه او د افريقايي ليګ په شمول سيمه ييز سازمانونه په افريقايي لارو چارو د افريقا مسئلې حل کړي، له اقليمي بدلون سره د مبارزې په شمول د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په برخه کې دې همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای