CRI Online

چين به د افريقايي توکو په تېره بيا پرته له سرچينې نه د توليداتو واردات زيات کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 17:56:39
چين به د افريقايي توکو په تېره بيا پرته له سرچينې نه د توليداتو واردات زيات کړي

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل، چين پرېکړه وکړه چې د فريقايي توکو په تېره بيا پرته له سرچينې نه د توليداتو واردات زيات کړي، له افريقايي هېوادونو څخه به ملاتړ وکړي چې د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي او په دې نندارتون کې د ګډون په اړه به د افريقا د ډېر وروسته پاتي هېواد لګښت لغوه کړي.

شي جين پينګ وويل، چين به د افريقا لپاره د سوداګرۍ په اړه ۵۰ پروژې جوړې کړي. چين په افريقا کې د ازادې سوداګرۍ سيمو له جوړولو څخه ملاتړ کوي، په دوامداره توګه به د افريقا له اړوندو هېوادونو او سيمو سره د ازادې سوداګرۍ په هکله خبرې اترې وکړي او د انلاين سوداګرۍ په برخه کې به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ وهڅوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای