CRI Online

د کيفيت او کچې په لوړولو سره به د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه لا ټينګه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-03 21:16:18

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د ۲۰۱۸ کال د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پرمهال وويل چې چين به په راتلونکو درېيو کلونو او يوې نږدې مودې کې"اته عمليات " پلي کړي څو د بېلابېلو چارو پرمخ بېولو، د تاسيساتو جوړولو، د سوداګرۍ اسانولو، زرغون پرمختګ،د وړتيا لوړولو،روغتيايي چارو، کلتوري راکړې ورکړې، سولې او امنيت په شمول يوشمېر برخو کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي. چين دغه نوې نظريې او نوي تدابير د چين او افريقا د راتلونکې لپاره وړاندې کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره يې نقشه جوړه کړې او لار يې په ګوته کړې ده.

رييس شي جين پينګ پنځه کاله وړاندې له افريقا څخه د رسمي ليدنې پرمهال د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په اړه وويل چې چين او افريقا تل د ګډ برخليک ټولنه ده، ځکه چې دواړه خواوې ورته تاريخي تجربې او د پرمختيا ګډې دندې او ګډې ستراتېژيکې ګټې لري. له ۲۰۰۲ کال کې چې کله د چين او افريقا د همکارۍ فورم جوړ شوی، د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت ۱۷ برابره زيات شوی، په افريقا کې د چين پانګونې څه باندې ۱۰۰برابره ډېر شوی، متقابلې ګټورې همکارۍ او ګډه وده په ۲۱ مه پېړۍ کې د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم او کليدي ټکي پاتې شوي دي.

اوسمهال چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په رپوټ کې د ټاکل شويو پرمختيايي موخو د ترسره کولو لپاره اصلاحات چټک کړي او پرانيستنه يې پراخه کړې ده او افريقا د صنعتي کېدو، د بېلابېلو چارو د پراختيا او يو کېدو لپاره ۲۰۶۳ کال اجنډا جوړه کړې ده. نړۍ هم له لويو بدلونونوسره مخامخ ده، پروټېکشنيزم او يواړخيزم څپه پورته شوې او غير ثابت او نا معلوم ډېر شوی دي. په داسې حال کې

چين د نړۍ د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه او افريقا د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لرونکې وچې په توګه د خپلمنځي دوه اړخيزو همکاريو پياوړتيا غواړي او په ګډه سره د نړيوالې ازادې سوداګرۍ او څو اړخيز سيستم د ساتلو دنده هم لري، نو د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې پياوړتيا ، د چين د پرمختګ ترڅنګ د افريقا له پرمختګ سره مرسته د زمانې له غوښتنې سره سمون لري.

په دغه وينا کې شي جين پينګ د چين او افريقا ترمنځ په همکارۍ کې پر پنځو (( نه)) اصولو ټينګار وکړ چې د خپل هېواد له حالاتو سره سم د پرمختګ لارې د پيدا کولو په اړه د افريقايي هېوادونو په کوښښونو کې لاسوهنه نه کوي، د افريقايي هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خپله اراده پر بل نه تحميلوي، له افريقايي هېوادونو سره په مرستو کې هېڅ سياسي شرط نه ږدي او په افريقا کې د پانګونې په ترڅ کې سياسي ګټه نه لټوي. دا د افريقا په وړاندې د چين تلپاتې دريځ دی او د رښتنې او صادقانه رويې په اړه د شي جين پينګ لخوا وړاندې شويو نظريو سره سمون خوري. دغو دوو برخو د چين او افريقا د برخليک د ګډې ټولنې د جوړېدو لپاره عملي مقررات وټاکل.

شي جين پينګ وويل، چين به د برخليک د يادې ګډې ټولنې د جوړولو لپاره اته کارونه ترسره کړي او افريقا ته به د ۶۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړي. دا پلان درې ځانګړتياوې لري:

لومړی د چين او افريقا د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکول کېږي. شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د خلکو ګټې د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو پرمختګ بنسټيز ټکی وګڼل شي او د دواړو خواوو خلکو ته دې رښتنې ګټې ورسول شي. په اتو لويو کړنو کې داسې محتويات شامل دي چې له افريقا څخه ملاتړ کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د غلودانو امنيت عملي کړي، پنځوسو طبي او روغتيايي پروژو ته پرمختيا ورکړي، د ښځو او ماشومانو په اړه مرستندويه پروژې عملي کړي، د کلتور، سپورټ او سيلانۍ پنځوس پروژې عملي کړي او پنځوس امنيتي مرستندويه پروژې ترسره کړي. په دغو پروژو کې د چين او افريقا خلکو ته د ګټو رسولو موخه په پوره څرګنده ده.

دوهم، د افريقا د خپلواک پرمختګ توان د لوړولو لپاره به هڅې وشي. د چينايانو په اند له نورو سره د مرستو مناسبه لار دا ده چې يو کس ته د کب له ورکولو څخه د کب نيولو د لارو چارو ورکول ښه دي، يعنی نه يوازې دا چې له مقابل لوري سره د مالونو او پانګو مرستې وشي، بلکې د پرمختګ په اړه د مقابلې خوا اړتياوو ته د درناوي پر بنسټ دې د خپلواک پرمختګ توان د لوړولو په برخه کې مرستې وشي. د اتو عملونو په پلان کې چې د رئيس شي له خوا وړاندې شوی، يوه برخه د توان لوړول دي چې پکې افريقايي ځوانانو ته د مسلکي مهارتو ورښودل، د چين او افريقا د نوښت همکاريز مرکز جوړول او د مخکښانو پلان پلي کول شامل دي، څو د افريقا لپاره استعداد لرونکي کسان ورزول شي او په افريقايي وچه کې خپلواک پرمختګ رامنځته شي.

درېيم، د پرمختيايي پلانونو ترمنځ پيوستون به پياوړی شي. په تېرو درېيو کلونو کې د چين او افريقا لس لوی همکاريز تړونونه په سالمه توګه عملي شوي، اړوندې پانګې لګول شوې او يا ترتيب شوې دي، سوداګريزې همکارۍ د حکومتونو له لارښوونې څخه د بازاري چلند په لوري، د توليداتو له معاملو څخه د توليدي توان همکارۍ ته او د پروژو له ټيکې څخه پانګونې ته د بدلون په حال کې دي. د اتو عملونو پلان چې د رئيس شي جين پينګ له خوا مطرح شوی، د صنايعو د هڅونې، د تاسيساتو د پيوستون، سوداګريزو اسانتياوو او شنه پرمختګ په برخو کې به د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ، تر ۲۰۶۳ کال پورې د افريقايي ليګ اجنډا، تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د دواملرونکي پرمختګ اجنډا او د بېلا بېلو افريقايي هېوادونو پرمختيايي پلانونه شريک کړي، څو د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ برخې لا پراخې شي، په تيره بيا په نويو اقتصادي برخو کې مهمې همکاريزې چارې پيدا شي او د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه شي.

۱۸ کاله کيږي چې د چين او افريقا ترمنځ همکاريز فورم جوړ شوی، نړۍ ته يې د پام وړ ګټور پېغام ليږلی چې د همکارۍ او ګډو ګټو نوې لار يې پيدا کړې او د انساني ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره يې يوه نمونه جوړه کړې ده. لکه څنګه چې د ګابون ولسمشر علي بن بونګو اونديمبا ويلي چې د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د برياليتوب سبب دا دی چې دغه اړيکې صادقانه، مستقيمې او له اعتماد او درناوي څخه ډکې دي. نن ورځ د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ نوې مرحله پرانيستل شوې ده. په داسې حال کې چې سوله او پرمختګ د اوسنۍ زمانې اصلي موضوع ده، د ګډ برخليک او ګډ پرمختګ په بڼه د چين او افريقا دغه همکاري د دواړو خواوو مشترک انتخاب دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای