د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د سپتمبر په ۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د ايران، روسيې او ترکيې تر منځ سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې په ۷ مه نېټه د ايران په پلازمينه تهران کې تر سره شي او د يادې غونډې عمومي موضوع به په سوريې کې د ترهګرۍ ضد مسئلې وي. سر بېره پر دې، درې واړه خواوې به د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو په هکله سلا مشورې وکړي. په دې اعلاميې کې همدارنګه راغلي چې ايران به په دوامداره توګه سوريې ته خپل پوځي سلاکاران ولېږي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |