CRI Online

د افريقا بېلا بېلو ټولنو د چين او افريقا د مشرانو او سوداګريزو استازو د لوړې کچې ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره د پاملرنې وړ ګرځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-04 10:23:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين او افريقا د مشرانو او سوداګريزو استازو د لوړې کچې ډيالوګ يعنې د چين او افريقا ترمنځ د صنعتګرو غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د شتمنېدو په لور د ګامونو پورته کولو تر عنوان لاندې يې وينا وکړه. هغه په دې وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د افريقايي هېوادونو له برخې اخيستنې څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په هر اړخيزه توګه له افريقا سره همکاري وکړي او د اړوندو هېوادونو له مشخصاتو سره سم د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره پرمختيايي لار حواره کړي تر څو د چين او افريقا خلک د لا ښکلي ژوند لرونکي اوسي.

د افريقا بېلا بېلو ټولنو د رئيس شي جين پينګ يادې وينا لوړه ارزونه وکړه او په دې اند دي چې د ده وينا د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د افريقايي هېوادونو د ګډون او د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو لار په نښه کړې ده.

د کنيا فکري اورګان يعنې د افريقا ديموکراسۍ او مشرتوب د څېړنيز انسټيټيوټ اجرائيه مشر دنيس کودي وويل چې د چين او افريقا ترمنځ د تګ راتګ په زياتېدو سره افريقايي هېوادونه له بې وزلۍ څخه وتلي او د عصري کېدو په لور روان دي . د دې ترڅنګ له دې امله لازياتې چيني تصديو هم په افريقايي هېوادونو کې پانګونه کړې ده.دغه پرمختيايي لار چې د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې ، د پرمختګ په برخه کې له افريقا سره د مرستې او په افريقا کې د کشالو د له منځه وړلو لپاره به خپل اغيزمن رول ولوبوي(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای