CRI Online

اسرائيلي سرتيري د يهوديانو استو ګنې سيمه کې يو فلسطيني ووژلو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-04 10:33:17

د سينهوا اژانس دخبر له مخې، د فلسطين د روغتيا وزارت د سپتمبر په ۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يو فلسطينی په همدې ورځ د اردن سيند په لويديځه غاړه د يهوديانو استوګنې سيمه کې د اسرائيلي سرتيريو لخوا ووژل شو.

په دې اعلاميې کې همدارنګه راغلي چې ياد فلسطينی د اردن سيند د لويديځې غاړې هېبرون ښار په ختيځ د يهوديانو د استوګنې په سيمه کې د اسرائيلي سرتيريو لخوا وژل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، دغه فلسطينی شاوخوا شل کلن دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای