CRI Online

په هند کې د سيلابونو له امله څه باندې ۱۴۰۰ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-04 15:47:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند د کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په درېيمه نېټه وويل چې تر اوسه پورې د روان کال له باراني فصل راهيسې په هند کې د سيلابونو له امله څه باندې ۱۴۰۰ تنه مړه شوي چې په دې جمله کې په کرلا پرديش کې د مړه شويو کسانو شمېر ۴۸۸ دی.

د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت بېړني مرکز په همدې ورځ يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې اترا پرديش له سختو سيلابونو سره مخامخ شوی چې له امله يې په ۱۴ ولسواليو کې پنځه مليونه څلور لکه او يوولس زره تنه زيانمن شوي او يومليون څلور لکه او ۵۲ زره بې ځايه شوي سيلاب ځپلي کسان په خوندي ځايونوکې ځای پر ځای شوي او په څه باندې ۵۷ زرو هېکتارو ځمکو کې شنه فصلونه او کروندې هم زيانمنې شوې دي.سربېره پردې د دې هېواد په يوټار پرديش او لويديځ بنګال پرديش کې د سختو سيلابونو له امله د مړه شويو کسانو شمېر له دوو سوو څخه اوښتی او ټولټال يو لک هېکتاره شنه فصلونه او کروندې هم زيانمنې شوې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای