د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د حقاني وسلوالې شبکې مشر مولوي جلال الدين حقاني مړ شو. د افغانستان طالبان د سپتمبر په ۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حقاني د اوږدې مودې ناروغۍ له امله مړ شوی دی خو د حقاني د مړينې دقيق وخت او د ناروغۍ اصلي لامل يادونه يې نه ده کړې.
د مالوماتو له مخې، حقاني د ناروغۍ له امله د اوږدې مودې راهيسې په بستر کې و او د حقاني وسلوالې شبکې له مشرۍ څخه يې لاس اخيستی و. هغه ۷ زامن لري او اوس د هغه يو زوی د حقاني وسلوالې شبکې مشري په غاړه لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |