CRI Online

د چين او افريقا ترمنځ واقعي همکاري نده بندې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-04 19:37:43

له اتلسو کلونو راهيسې يو شمېر لوېديځو هېوادونو او خبري رسنيو تل د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په اړه له انتظار سره سم د پوښتنو او ان بې باورۍ رامنځته کولو چلند خپل کړ ،خو چين او افريقايي هېوادونو په پر له پسې توګه د واقعي همکارۍ له لارې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د روانې بېجينګ سرمشريزې غونډې په وخت کې خلک په دې پوهېدلي چې يو شمېر لوېديځو رسنيو او کارپوهانو عيني راپورونه او منطقي څېړنيز راپورونه خپاره کړل.

د پور د لومې مسئله په افرپقا کې د چين د پانګونې په اړه د لوېديځو رسنو عمده پوښتنه ده. د امريکا د جان هوپکينس پوهنتون د چين او افريقا په اړه څېړنيزې پروژې په ۲۰۱۵ کال کې خبرداری ورکړی چې افريقايي هېوادونه ښايي د چين پورونه بېرته ورنه کړي.خو څو ورځې مخکې يادې څېړنيزې پروژې د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د چين پورونه په افريقا کې د پور د ستونزو لوی لامل نه دی. د افريقايي هېوادونو پورونه له ډېرو نړيوالو پولي سازمانونو څخه ادا کېږي او په مستقيمه توګه د يو هېواد له امله نه ادا کېږي.

بر سېره پر دې، دا ډول راپورونه په لوېديځو رسنيو کې هم ډېر ليدل کېږي چې ګواکې د چين د پانګونې پروژې په افريقا کې کاري فرصتونه نه رامنځته کوي.د امريکا د سي ان ان ويبپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د يو راپور په خپرولو سره وويل چې چين د افريقا لپاره څو مليونونه کاري فرصتونه برابر کړي او په کې دوه پر درېيمه برخه چيني شرکتونو هم ځايي کارکوونکو ته تخنيکي روزنې برابرې کړي.ياد راپور په اتو افريقا هېوادونو کې له زرو څخه زيات چينايي شرکتونه سروې کړي او پايلې يې ښيي چې د دې شرکتونو ۸۹ سلنه کارکوونکي افريقايان دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای